IQNA

د شارجه  کتاب په نړيوال نندارتون کې د عباسي مقدس آستان د قرآني آثارو ګډون

14:57 - November 12, 2025
د خبر لمبر: 3492001
ایکنا -  د عباسي مقدس حرم د قرآن کريم علمي کمپلیکس په متحده عربي اماراتو کې د شارجه د  کتاب نړیوال نندارتون په څلور څلويښتم پړاؤ کې  د خپلو  ۱۲۰ څخه زياتو قرآني خپرونو آثار وړاندې کړل.

ایکنانیوز د  «الکفيل» له قوله راپور راکړ، مهند الميالي،چې د نجف اشرف د قرآن کريم د مؤسسې مشر دی او دا مؤسسه د عباسي مقدس حرم د قرآن په  علمي  ټولنې پورې تړلې ده، وويل: عباسي حرم د همدې کمپلیکس د سټال له لارې د شارجه  د کتاب په نړيوال نندارتون کې د قرآن کريم د علمي کمپلیکس له خوا تر ۱۲۰ زيات  آثار نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه زياته کړه: نندارې ته وړاندې شوي آثار د دايرةالمعارفونو او له هغو کتابونو څخه جوړ دي چې د دغې ټولګې له لوري د قرآن کريم د علومو او هنرونو په بېلابېلو برخو کې د څېړونکو او متخصصينو لپاره خپاره شوي دي، او دا آثار د نندارتون د علمي او کلتوري  محفلونو  له خوا له پراخ هرکلي او ښه  تعامل سره مخ شوي دي .

الميالي څرګنده کړې ده چې د عباسي مقدس حرم د قرآن کريم  علمي کمپلیکس د عراق د استازي په توګه په دغه نندارتون کې برخه واخيسته،چې په هغه کې ۲۳۰۰ خپرندويه ادارې د ۱۱۸  هېوادونو استازيتوب کوي.دا ګډون د دې مرکز د پرانستې تګلارې په چوکاټ کې دی،څو د سيمه‌ييز او نړيوال موقعيت له لارې له ورته بنسټونو سره د خپلو څېړنيزو تاليفاتو په مټ تعامل ولري.

 

عرضه آثار قرآنی آستان مقدس عباسی در نمایشگاه بین‌المللی کتاب شارجه

عرضه آثار قرآنی آستان مقدس عباسی در نمایشگاه بین‌المللی کتاب شارجه

عرضه آثار قرآنی آستان مقدس عباسی در نمایشگاه بین‌المللی کتاب شارجه

https://iqna.ir/fa/news/4316063

captcha